Group Hero

All things marriage

social.group.members

Marriage is half our Deen 🤲 From wedding planning to relationship and marriage advice, share all your marriage related experiences here with our friendly community ❤️

Share group

Huhu

media
social.contentViewer.likes
12
Share

⁨ بسم الله الرحمن الرحیم

الله تعالی فرمایي:

﴿وَجَعَلْنَا مِنَ الْمَاءِ كُلَّ شَيْءٍ حَيٍّ﴾
(الأنبیاء: 30)

اوبه د الله تعالی ستر نعمت او د هر ژوندي موجود د بقا وسیله ده. خو له بده مرغه زموږ هغه ورونه او خویندې چې له پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي، د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي. دوی اړ دي چې له لرې واټن څخه د نهر اوبه راوړي او هماغه اوبه د څښاک، اودس، جامو مینځلو او نورو ورځنیو اړتیاوو لپاره وکاروي.
سربېره پر دې، ګڼې کورنۍ په خیمو کې ژوند کوي او د ژوند له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د پاکو اوبو نشتوالی د ناروغیو د خپرېدو خطر زیات کړی او ماشومان، ښځې او سپین ږیري یې تر ټولو ډېر اغېزمن کړي دي.

له ټولو خیر غوښتونکو، مسلمانانو او د بشري مرستو له بنسټونو څخه هیله کوو چې د دغو اړمنو کورنیو لاسنیوی وکړي. د اوبو د یوې څاه، د اوبو رسولو د یوې شبکې او یا هرې ممکنې مرستې په برابرولو سره کولای شو د سلګونو انسانانو ژوند اسانه او د هغوی ستونزې راکمې کړو.

راځئ د خپلو راستنو شویو وروڼو او خویندو د پاکو اوبو او ښه ژوند لپاره لاس په کار شو. ستاسو هره مرسته د یوې کورنۍ د ژوند د بدلون سبب کېدای شي.
#help #sadqah #foryou #صدقه_جاريه #صدقه_لي_ولوالدي_وللمسلمين_والمسلمات_الاحياءمنهم_والاموات⁩

Share